۰
ایزدیار:

د کندهار پر هوايي ډګر برید مخکې جوړ شوی پلان و

يکشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۳
د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، د کندهار پر هوايي ډګر وروستی خونړی برید یو ناڅاپي حمله نه بلکې وړاندې له وړاندې جوړ شوی پلان و.
د کندهار پر هوايي ډګر برید مخکې جوړ شوی پلان و
د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، د کندهار پر هوايي ډګر وروستی خونړی برید یو ناڅاپي حمله نه بلکې وړاندې له وړاندې جوړ شوی پلان و.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې مرستیال چې د همدې پېښې د څېړلو په موخه د یوه پلاوی په مشرۍ کندهار ولایت تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دغه برید د امنیتي ځواکونو د نه همغږۍ په ترڅ کې رامنځ ته شوی.
د مشرانو جرګې مرستيال محمد عالم ايزديار زیاته کړه، چې د دې پيښي بشپړ تحقيقات يې کړي او راپور به يې مشرانو جرګې ته وړاندي کړي.
نوموړي د سیمې څخه د لیدنې وروسته په خبري غونډه کې وویل، چې په دغه نظامي سيمه کې يو شمېر دوکانونه او ملکيتونه په غير قانوني ډول عامو خلکو ته ورکول شوي چې دښمن له دې بازار څخه استفاده کړې ده.
نوموړی وايي د امنيتي ځواکونو تر منځ د بشپړي همږغۍ نه شتون هم د پيښې د رامنځته کېدو له لويو عواملو څخه دی او په وینا یې دښمن په پېښه کې له مختلفو وسايلو څخه استفاده کړې لکه د ۵ راکټ اندازه، لاسي بمونه، ۹ کلاشينکوفونه او ځيني نور مهمات.
هغه وايې چې دا ناڅاپي پلان نه وو، بلکي له ډېره وخته جوړ شوی وو او په خبره یې په دې اړه د ملي امنیت پلټنې روانې دي.
باید وویل شي، چې د کندهار پر هوايي ډګر پر وروستي خونړي ډلیز برید کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین