۰

د ګرشک امنيه قومندان له ځانمرګي بريده روغ وتلى

يکشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۰
امنیتي چارواکي وايي، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه موټر بم ځانمرګي بریده روغ وتلی خو درې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د ګرشک امنيه قومندان له ځانمرګي بريده روغ وتلى
امنیتي چارواکي وايي، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه موټر بم ځانمرګي بریده روغ وتلی خو درې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ ماسپښين مهال د ګرشک ښار او کمربندي سیمې تر منځ د کندهار اډې سره رامنځ ته شوی دی.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمود اشنا وايي، د ګرشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک د کمربندي سیمې څخه د ښار پر لور روان و، چې د کندهار اډې په سیمه کې ورباندې برید شوی.
نوموړي زیاته کړه، چې خپله امنیه قوماندان محمد اسماعیل له بریده روغ وتلی خو د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د ګرشک پر امنیه قوماندان دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې په یادو سیمو کې د وسله والو طالبانو له خوا بریدونه روان دي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین