۰
جنرال مشرف:

پاکستان د افغانستان په چارو کې د خپلو ګټو له پاره لاس وهنه کوي

چهارشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۵
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف منلې، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مخامخ لاسوهنه کوي.
پاکستان د افغانستان په چارو کې د خپلو ګټو له پاره لاس وهنه کوي
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف منلې، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مخامخ لاسوهنه کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مشرف له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه کوي.
مشرف د افغانستان پر څارګرې ادارې هم تور
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مشرف له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه کوي.
پورې کړی او هغه یې د هند او روسیې تر اغېز لاندې بللې ده.
په ورته وخت کې مشرف دا هم ویلي، چې پاکستان کولای شي، وسله وال طالبان د سولې مېز ته کېنوي.
مشرف دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د ټاپي پروژې د امنیت په اړه ویلي، چې که اړتیا پېښه شي، نو په افغان طالبانو کې به د دغه پروژې د امنیت له پاره کار واخلي.
افغان دولت او د افغانستان ولسي جرګې د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې نه یوازې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاس وهنه بللې، بلکې د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، د خواجه اصف څرګندونې د دې ثبوت دی، چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین