۰

لغمان کې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۴
چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې نامعلومه وسله والو کسانو د ولسي وګړو په موټء ډزې کړې، چې له امله یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لغمان کې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې نامعلومه وسله والو کسانو د ولسي وګړو په موټء ډزې کړې، چې له امله یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر ناوخته د لغمان مرکز مهترلام اړندو د شمټیو په سیمه کې شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، د ولسي وګړو سراچه موټر له النیګار ولسوالۍ مهترلام ښار ته روان و، چې په یاده سیمه کې نامعلومه وسله والو کسانو پرې ډزې کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
سرحدي ځواک وایي، د پېښې په اړه پولیسو پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د یوې کورنۍ ۸ غړي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین