۰
لي کیچانګ:

با ثباته افغانستان تر ټولو زیات د چین په ګټه دی

چهارشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۲
د چین لومړی وزیر لي کیچانګ وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د راتګ کلک ملاتړی دی ځکه چې په وینا یې باثباته افغانستان تر ټولو زیات د چین په ګټه دی.
با ثباته افغانستان تر ټولو زیات د چین په ګټه دی
د چین لومړی وزیر لي کیچانګ وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د راتګ کلک ملاتړی دی ځکه چې په وینا یې باثباته افغانستان
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«موږ په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د راتګ کلک ملاتړي یو، په دې سره موږ نه یوازې له افغانستان سره مرسته کو، بلکې له خپل هېواد او خپلو خلکو سره هم مرسته کو، ځکه باثباته افغانستان تر ټولو زیات د چین په ګټه دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.»
تر ټولو زیات د چین په ګټه دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کیچانګ دغه څرګندونې د شانګهای کنفرانس په څنډو کې له افغان اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله او ورسره پلاوي سره په یوه ناسته کې وکړې.
ښاغلي کیچانګ وویل، چې هېواد یې نه یوازې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکاري کوي، بلکې په وینا یې په افغانستان کې د سولې راتګ د چین او چین د خلکو سره هم مرسته ده.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«موږ په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د راتګ کلک ملاتړي یو، په دې سره موږ نه یوازې له افغانستان سره مرسته کو، بلکې له خپل هېواد او خپلو خلکو سره هم مرسته کو، ځکه باثباته افغانستان تر ټولو زیات د چین په ګټه دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.»
په دغه ناسته کې افغان اجرائیه رییس ډاکتر
د چین لومړي وزیر ښاغلي کیچانګ د افغانستان اجرائیه رئیس ته ژمنه ورکړه، چې دوی به چینايي پانګوال تشویق کړي، څو په افغانستان پانګه اچونه وکړي، خو غوښتنه یې وکړه، چي د افغانستان حکومت دي د هغوی ساتنې او ورته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې ضروري ګامونه واخلي.
عبدالله عبدالله د افغانستان د زیر بناو په برخه کې د چین د تخنیکي مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې چین د له خپل نفوذ څخه په مثبتي ګټي اخستني سره د سیمي هیوادونه له افغانستان سره صادقانه همکاریو ته اماده کړي.
ښاغلي عبدالله وویل، چي په افغانستان کي امنیت د سیمې په ګټه دی او دلته د امنیت تر راتګ وروسته اقتصادي فعالیتونو او پانګه اچوني ته په اسانۍ سره لار هوارېږي.
نوموړي د امو دریا حوزې او میس عینک پروژو ته په اشارې سره وویل، چي چین دي خپل پانګوال او شرکتونه تشویق کړي، څو په افغانستان کي پانګه اچونه وکړي او په دې توګه سره دوه اړخیز اقتصادي روابط نور هم تقویه شي.
د چین لومړي وزیر ښاغلي کیچانګ د افغانستان اجرائیه رئیس ته ژمنه ورکړه، چې دوی
په ورته وخت کې د چین لومړي وزیر ښاغلي کیچانګ یادونه وکړه، چې دوی په کابل کې د اوسېدنې کورونو جوړولو ته ژمن دي او غواړي چې د اوبو، انرژۍ او نښلوونکو لارو په رغونه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
به چینايي پانګوال تشویق کړي، څو په افغانستان پانګه اچونه وکړي، خو غوښتنه یې وکړه، چي د افغانستان حکومت دي د هغوی ساتنې او ورته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې ضروري ګامونه واخلي.
په ورته وخت کې د چین لومړي وزیر ښاغلي کیچانګ یادونه وکړه، چې دوی په کابل کې د اوسېدنې کورونو جوړولو ته ژمن دي او غواړي چې د اوبو، انرژۍ او نښلوونکو لارو په رغونه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د چین صدراعظم وړاندي وویل، چې هیواد به یې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره افغان زدکوونکو ته ۵۰۰ د لوړو زدکړو بورسونه ورکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین