۰

د ګردېز- خوست سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۹
د ګردېز – خوست ترمنځ د لویې لارې د جوړېدو چارې په پاخه او اساسي ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ګردېز- خوست سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د ګردېز – خوست ترمنځ د لویې لارې د جوړېدو چارې په پاخه او اساسي ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه د پروژه چې باید په ۱۸ میاشتو کې باید تر سره شوې وای، د امنیتي او ځینو نورو ستونزو له امله د ۹ کلنو وروسته بشپړه او تېره ورځ یې رسمي پرانسته وشوه.
د ګردیز- خوست د لویې لارې اوږدوالی ۱۰۱کیلو مترو ته رسیږي، په دغې پروژې ۲۳۲میلیون ډالر لګښت راغلی چې د امریکا د نړیوالې پرمختیایی ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وایي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د غلام خان په بندر کې د سوداګرو ستونزې اوارې او له پاکستان سره به په سوداګریزو راکړو ورکړو کې لازمې آسانتیاوې را منځته شي.
نوموړی وایي، دغه سړک به د اقتصادي ارزښت تر څنګ د امنیت له ښه والي سره هم مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د اېم اې سي سي شرکت رییس عزیز الله نیازی وايي، د دې سړک کار ډېر پخوا پیل شوی وو او د امنیتي، جغرافیایي، اقلیمي او ځینو سیاسي ستونزوله امله وځنډېده.
نوموړي وویل، چې د دې سړک تر څنګ د نوري فایبر لین هم غځېدلی دی.
باید وویل شي، چې د پروژې د بشپړېدو سره د سیمې خلک هم خوښ ښکاري او وايي، د ساتنې په برخه کې به یې له حکومت سره بشپړه همکاري وکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین