۰

هلمند کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ټپیان شوي

چهارشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۸
روغتیايي او امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوه راکټي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ټپیان شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.
هلمند کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ټپیان شوي
روغتیايي او امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوه راکټي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ټپیان شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د نوي بلاک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د دوی پر امنیتي پوستو د سپکو او درندو وسلو ډزې کولې، چې یو راکټ یې په یوه کور ولګېده.
په ورته وخت کې روغتیاپلان وايي، چې روغتون ته د پېښې له ځایه ۱۱ تنه ټپیان وروړل شوي، چې دوه یې مېرمنې او ۹ تنه یې ماشومان دي.
ډاکتران زیاتوي، چې د ۸ تنو ټپونه سربېرن و، او له درملنې وروسته رخصت شوي، خو درې ماشومان چې ټپونه یې ژور دي، تر اوسه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بل خوا د مارجې ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، چې په جګړه کې د ملا عبیدالله په نوم یو طالب قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
نوموړي وویل، چې عبدالله په سحر مشهور وو او په وینا یې په دې لنډه نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دي اوښتی.
باید وویل شي، چې په مارجې ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده، خو د هلمند والي تېره ورځ له امنیتي مسؤولینو سره په غونډه کې وویل، چې مارجې، خانشین او باباجي ولسوالۍ کې به پراخ عملیات پیل شي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین