۰
کرزی:

د پاکستان دفاع وزیر څرګندونې د افغانانو او طالبانو لپاره سپکاوی دی

دوشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۶
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې چې د ټاپي پروژې د امنیت په اړه یې کړې، د افغانانو او طالبانو له پاره سپکاوی دی.
د پاکستان دفاع وزیر څرګندونې د افغانانو او طالبانو لپاره سپکاوی دی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې چې د ټاپي پروژې د امنیت په اړه یې کړې، د افغانانو او طالبانو له پاره سپکاوی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ د بي بي سي له اردو څانګې سره د ټاپي پروژې په اړه په یوه مرکه کې ویلي و، چې که د دغه پروژې د امنیت په اړه اړتیا پېښه شي، نو پاکستان به په افغان طالبانو کې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د دې پروژې امنیت به
د ښاغلي کرزي په خبره دا ډول څرګندونې په دې معنی دی، چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي او زیاته یې کړه« ظاهراً د ټاپي پروژې سره همکاري یو پیغام دی خو په حقیقت کې دا څرګندونې طالبانو او افغانستان خلکو ته توهین دی، په دې معنی دی چې طالب د پاکستان په لاس کې دی په دې معنی دی کوم ځای کې چې طالبان په افغانستان کې مسلط دي هلته پاکستان حاکم دی.»
خوندي کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي کرزي نن د کډوالو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل دا چې د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې د ټاپي پروژې د امنیت په ټينګښت کې به له طالبانو مرسته وغواړي، دا د افغانانو او طالبانو له پاره سپکاوی دی.
د ښاغلي کرزي په خبره دا ډول څرګندونې په دې معنی دی، چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي او زیاته یې کړه« ظاهراً د ټاپي پروژې سره همکاري یو پیغام دی خو په حقیقت کې دا څرګندونې طالبانو او افغانستان خلکو ته توهین دی، په دې معنی دی چې طالب د پاکستان په لاس کې دی په دې معنی دی کوم ځای کې چې طالبان په افغانستان کې مسلط دي هلته پاکستان حاکم دی.»
کرزي یو ځل بیا پر افغان طالبانو غږ وکړ، چې راشي او له خپل ولس سره لاس په لاس د خپل هېواد د جوړلو له پاره مټې راونغاړي.
باید وویل شي، چې افغان حکومت هم د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه، غیر مسؤولانه عمل او د هغه ژمنو خلاف کړنه بللې، چې د اسیا زړه کنفرانس په څنډو کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ شوې.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان حکومت د ټاپي پروژې د امنیت له پاره چمتوالی لري او افغان ځواکونه کولای شي، د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین