۰

غزني کې ۱۹ تنه وسله وال وژل شوي

دوشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۰
چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۹ تنه طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې یې افغان پوځیانو ترلاسه کړې.
غزني کې ۱۹ تنه وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۹ تنه طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې یې افغان پوځیانو ترلاسه کړې.
د جمهورآژآنس د خبر له مخې د غزني مرستیال والي محمد علي احمد زیاتوي، چې دغه نښته تېره شپه د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
نوموړي وویل، چې یوه ډله وسله والو طالبانو چې په سپکو او درندو وسلو سمبال و، د اب بند ولسوالۍ د سپین بند په سیمه کې د ملي اردو او پولیسو له کمین سره مخ شوي دي.
دی وايي، په دغه ۲۰ دقیقه يي نښته کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
محمد علي محمد زیاتوي، چې په جګړه کې د وسله والو دوه میله زیکویک، یو میل ډي سي توپ، دوه عرادې موټر، ګڼ شمیر موټر سایکلونه او نور پوځي تجهیزات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
احمدي وايي، دغو وسله والو غوښتل له آب بند ولسوالۍ څخه قره باغ ولسوالۍ ته د کوم برید د ترسره کولو په موخه واوړي، چې د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ شول.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځايي چارواکو په کندوز ولایت کې هم د پنځو قوماندانانو په ګډون د ۲۷ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
جمهور آژآنس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین