۰

ننګرهار کې ۱۵ تنه شکمن بهرني وګړي نیول شوي

دوشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۸
امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د دریو پاکستاني وګړو په ګډون ۱۵ تنه شکمن بهرني وګړي نیول شوي او قانوني مرجع ته سپارل شوي دي.
ننګرهار کې ۱۵ تنه شکمن بهرني وګړي نیول شوي
امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د دریو پاکستاني وګړو په ګډون ۱۵ تنه شکمن بهرني وګړي نیول شوي او قانوني مرجع ته سپارل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کسان تېره ورځ د ننګرهار په غني خېلو او غازي امان الله خان ښار ګوټي کې نیول شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ۱۳ تنه بهرني وګړي چې د ازبکستان او تاجکستان اوسېدونکي دي، د افغان پوځیانو د تلاشۍ پر مهال نیول شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په دوه سراچه موټرو کې سپاره و، او غوښتل یې روداتو ولسوالۍ ته ولاړ شي، چې په غازي امان الله خان ښارګوټي کې ونیول شول.
سرچینې زیاته کړې، چې نیول شوي کسان دا مهال قانوني مرجع ته سپارل شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، امنیتي ځواکونو په غني خېلو ولسوالۍ کې درې تنه پاکستانیان نیولي دي.
نوموړي ویلي، چې دغه کسان د کرمې اېجنسۍ او سوات اوسېدونکي دي او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې یو شمېر بهرني وګړي نیول شوي و، چې یوه روسۍ مېرمن هم په کې وه، چې په ځان پورې یې چاودېدونکي توکي هم تړلي و او چاودنې یې د هغې د ماشومانو په ګډون ۵ تنه و وژل.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین