۰

پاړه چنار کې یوې چاودنې۲۴ تنه وژلي دي

دوشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۲
راپورونه وايي د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د کرمې ایجنسۍ په پاړه چنار سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي.
پاړه چنار کې یوې چاودنې۲۴ تنه وژلي دي
راپورونه وايي د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د کرمې ایجنسۍ په پاړه چنار سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پاکستان چارواکي وايي، چاودنه د کرمې ایجنسۍ په پاړه چنار سیمه کې په یوه مارکیټ کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې وشوه.
رپوټونه وايي، چې په دې چاودنه کې ۲۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ځینو عیني شاهدانو ویلي، چې د ټپیانو شمېره تر ۶۰ تنو هم پورته وه.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه چاودنه ځانمرګی برید و او که ماین چاودنه خو مسؤولیت یې د لشکر جنګوي په نوم وسله والې ډلې چې ظاهراً یې پر فعالیت بندیز لګول شوی دی منلی دی.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین