۰

کنړ او ننګرهار کې چاودنو ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۶
امنیتي چارواکي وایي، په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د سړک د غاړې په بېلا بېلو ماین چاودونو کې ۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کنړ او ننګرهار کې چاودنو ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
امنیتي چارواکي وایي، په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د سړک د غاړې په بېلا بېلو ماین چاودونو کې ۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره ورځ د کنړ ولایت په شیګل او د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د کونړ امنيع قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل وايي، یو ملکي موټر چې په کې پنځ ملکيان په کې سپاره وو؛ په شیګل ولسوالۍ کې پرې د سرک غاړې ماین چاودلی چې یو تن په کې وژل شوی او څلور ټپيان دي.
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د بهسود ولسوالۍ اړوند د سراچه پله په سیمه کې د ملکي وګړو پر کرولا موټر د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله يې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دواړو پېښو ټپیان روغتونو ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاد وړ دی، خو د دواړو چاودنو مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین