۰
ارګ:

د خواجه اصف څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده

دوشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۸
افغان حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې چې د ټاپي پروژې د امنیت په اړه یې کړې، غیر مسؤولانه او د افغانستان سره د پاکستان چارواکو د کړو ژمنو خلاف عمل دی.
د خواجه اصف څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده
افغان حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې چې د ټاپي پروژې د امنیت په اړه یې کړې، غیر مسؤولانه او د افغانستان سره د پاکستان چارواکو د کړو ژمنو خلاف عمل دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان دفاع وزیر تېره ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې که چېرې اړتیا شي، نو د ټاپي پروژې د امنیت په خاطر به پاکستان له افغان طالبانو سره خبرې وکړي او له خپل نفوذ څخه به کار واخلي.
ارګ د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې غیر مسؤولانه بللې او ویلي یې دی، دا چې پاکستان په طالبانو کې له خپل نفوذه کار اخلي په زغرده
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي:«افغان امنیتي ځواکونه د اساسي قانون مطابق او د نورو نافذو قوانینو پر اساس مسوولیت لري چې د افغان اتباعو ترڅنګ د خپل هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنه وکړي او دوی د دې جوګه دي چې عامه او خصوصي تاسیسات په ځانګړي ډول د ټاپي د ګازو پایپ لاین، چې ۷۰۰ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي، وساتي.»
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په باب د افغان حکومت او ملت ادعا ثابتوي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي:«افغان امنیتي ځواکونه د اساسي قانون مطابق او د نورو نافذو قوانینو پر اساس مسوولیت لري چې د افغان اتباعو ترڅنګ د خپل هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنه وکړي او دوی د دې جوګه دي چې عامه او خصوصي تاسیسات په ځانګړي ډول د ټاپي د ګازو پایپ لاین، چې ۷۰۰ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي، وساتي.»
سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان حکومت د ټاپي پروژې د ساتنې لپاره ځانګړی ځواک چمتو کوي او په دې ټینګار کوي چې د افغانستان خلک به د یاغیانو له لوري د دغه پایپ لاین خلاف ورانکارو فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي.
د ارګ په خبره د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې ثابتوي چې ځیني پاکستاني چارواکي لا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته لېواله دي او له طالبانو سره نژدې اړیکې پالي.
د ارک په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د کازو نللیکه د سیمې یوه مهمه اقتصادي پروژه ده چې د افغانستان د حکومت د پر له پسې هلوځلو، په تېره بیا د ترکمنستان په شمول له خپلو شریکانو سره د خبرو په برکت اجرايي پړاو ته رسېدلې او د بنسټ ډبره یې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو لوري نن کېښودل شوه.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین