۰

۲۵ زره افغان کارګر به سعودي عربستان ته ولېږل شي

دوشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۰۵
د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به شاواو ۲۵ زره افغان کارګر سعودي عربستان ته د کار په موخه ولېږي.
۲۵ زره افغان کارګر به سعودي عربستان ته ولېږل شي
د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به شاواو ۲۵ زره افغان کارګر سعودي عربستان ته د کار په موخه ولېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزيرې نسرين اورياخېل تېره ورځ د افغان– کوريا د مسلکي او حرفوي زده کړو انستيتيوت څخه د ٣٩٥ کارګرانو د فراغت غونډې کې وکړې.
نوموړې زیاته کړه، چې دا شمېر افغان کارګر د ولسمشر محمد اشرف غني او د سعودي عربستان د پاچا تر منځ د ټيلېفون له لارې د شوي هوکړه ليک له مخې لېږل کېږي.
آغلې اوریاخېل ووویل چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د دغه وزرات د کار د مرستيال په مشرۍ د هوکړه ليک د لاسليک په موخه عربستان ته سفر کوي او وروسته به د کارګرانو د لېږد پروسه په رسمي ډول پيل شي.
د یاد وزارت وزیره وايي، اوسمهال د کارګرانو د څرنګوالي په اړه کار روان دى او د دغه وزارت د بشري قوا رياست د ماهرو کارګرانو پر لړليک کار کوي.
د دغه وزرات د معلوماتو له مخې، خصوصي شرکتونه د دې ګارګرانو د استولو ترڅنګ، د هغوى ټول لګښتونه ورکوي او وروسته د کارګرو د تنخوا يوه برخه په دې شرکتونو پورې اړه لري.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین