۰

ننګرهار كې ښځو سره د تاوتريخوالي ۴۰۰ پېښې ثبت شوې

يکشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۰
د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وايي، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۴۰۰ پېښې رامنځ ته شوې دي.
ننګرهار كې ښځو سره د تاوتريخوالي ۴۰۰ پېښې ثبت شوې
د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وايي، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۴۰۰ پېښې رامنځ ته شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د ښځو ریاست چارواکو نن په یوه خبري غونډه کې وویل، دا هغه پېښې دي، چې یوازې د دوی سره ثبت شوې.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسې انیسه عمراني وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار د ښځو چارو ریاست تازه په تازه په دغه ولایت کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د راکمولو او عامه پوهاوي ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی و.
دغه کمپاین چې د تېرې میلادي نوامبر میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شوی وو، نن د میلادي کال د وروستۍ میاشتې په ۱۳ نېټه پای ته ورسېده.
اغلې انیسې عمراني په ټوله کې دغه کمپاین ګټور وباله او ویې ویل، چې د کمپاین پرمهال په مستیقم ډول څلورو ولسوالیو سرخرود، بهسود، کامې او ښيوې او حج او اوقافو ریاست له لارې ټولو ولسوالیو ته د ښځو د حقونو پيغام رسولی دی.
خو د ننګرهار د ولایتي شورا غړې نیلوفر عزیز بیا دغه کمپاین ګټور نه ګڼي او وايي، دغه کمپاین د نورې نړۍ په څیر ترسره شوی، حال دا چې دلته د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات دی او باید ډیر کار ترسره شي.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین