۰

ننګرهار کې یو قاچاق وړونکی نیول شوی دی

يکشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۷
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو قاچاق وړونکی له ۱۳ کیلوګرامه نشه يي توکو سره یو ځای د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
ننګرهار کې یو قاچاق وړونکی نیول شوی دی
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو قاچاق وړونکی له ۱۳ کیلوګرامه نشه يي توکو سره یو ځای د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه قاچاق وړونکی تېره ورځ د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې پولیسو نیولی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، د سرخرود پولیسو، دغه قاچاقبر په (درونټې) سیمه کې د تالاشۍ پر مهال نيولى دى.
نوموړي وویل، چې نیول شوي قاچاق وړونکي په یو کرولا موټر کې دیارلس نیم کیلو ګرامه هیروین ځای پرځای کړی وو، چې د پولیسو له خوا ونیول شو.
د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې نیول شوی کس دا مهال تر پلټنو لاندې دی خو د هغه د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم پولیسو په ننګرهار کې له ۶۰ کیلوګرامه زیات نشه يي توکي نیولي وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین