۰

مسکو کې د لاریون پر مهال ۳۳ لاریونکونکي نیول شوي

يکشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۸
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د اساسي قانون د رخصتۍ په اړه یو لاریون تر سره شو، خو د لاریون پر مهال ۳۳ تنه لاریون کوونکي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
مسکو کې د لاریون پر مهال ۳۳ لاریونکونکي نیول شوي
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د اساسي قانون د رخصتۍ په اړه یو لاریون تر سره شو، خو د لاریون پر مهال ۳۳ تنه لاریون کوونکي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه لاریون کې د اساسي قانون د رخصتۍ په اړه جوړ شوی وو، په نیول شویو کسانو کې یو هم د یوه مخالف ګوند یابلوکو Yabloko مشر دی.
مدني فعالانو غوښتل د مسکو په پوشکین نومي څلور لاري کې د بدلون لپاره یو لاریون ترسره کړي، خو د چارواکو له خوا اجازه ورنه کړل شوه.
دا د هغه اساسي قانون ورځ ده چې د روسیې اوسنی اساسي قانون هم ترې اخستل شوی او له ۱۹۹۳ کال راهیسي یې کلیزه نمانځل کېده. دغه ورځ تر ۲۰۰۴ کال پورې عمومي رخصتي ګڼل کېده، خو تر هغه وروسته یې اهمیت کم شو.
فعالان پر ولسمشر پوټین انتقاد کوي چې حکمت په سیستماتیک ډول هغه قوانین نقض کړي چې په همدې سند کې راغلي دي. دوی په دې لست کې د غونډو د آزادۍ، د ډیموکراتیکو انتخاباتو او د بیان د آزادۍ حقونه یاد کړي دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین