۰

امنیت شورا افغانستان کې تروریستي حملې په کلکه وغندلې

شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۹
د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د وسله والو له لوري وروستۍ حملې په کلکه وغندلې او په دې اړه یې خپله اندېښنه ښودلې.
امنیت شورا افغانستان کې تروریستي حملې په کلکه وغندلې
د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د وسله والو له لوري وروستۍ حملې په کلکه وغندلې او په دې اړه یې خپله اندېښنه ښودلې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امنیت شورا ۱۵ غړیو په خپله اعلامیه کې د قربانیانو د کورنیو له غړیو، افغان ولس او د افغانستان له حکومت سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د تېرې شپې برید ته په پام سره د طالبانو، القاعده او داعش لوري نړیوال امن ته د ګواښونو په وړاندې هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
دغه شورا په ټینګار سره ویلي، چې هیڅ راز تشدد او تروریستي عمل په افغانستان کې د سولې په لور د پرمختګ مخه نه شي نیولی ځکه چې د دې شورا په وینا دا پروسه د افغانانو او د افغانستان د حکومت له ملاتړه برخمنه ده.
باید وویل شي، چې په کابل کې د طالبانو د تېرې شپې په برید کې، چې د هسپانیا د سفارت ترڅنګ د بهرنیانو پر یوه مېلمستون یې وکړ، څلور افغان امنیتي سرتېري، یو هسپانیايي پولیس او څلور ځانمرګي وژل شوي او ۱۱ تنه پولیس او ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
په کابل کې دغه برید پر داسې مهال تر سره شو، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د کندهار پر هوايي ډګر هم د ۱۴ تنو بریدګرو له خوا په برید کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین