۰

نبیل له عبدالله هیله وکړه چې ملي امنیت ته د زیان اوښتو مخه ونیسي

شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۷
د افغانستان د ملي امنیت مخکني رییس رحمت الله نبیل له افغان اجرايي رييس ډاکترعبدالله عبدالله څخه د مقاومتګر په توګه هیله وکړه چې ملي امنیت ته د زیان اوښتو مخه ونیسي.
نبیل له عبدالله هیله وکړه چې ملي امنیت ته د زیان اوښتو مخه ونیسي
د افغانستان د ملي امنیت مخکني رییس رحمت الله نبیل له افغان اجرايي رييس ډاکترعبدالله عبدالله څخه د مقاومتګر په توګه هیله وکړه چې ملي امنیت ته د زیان اوښتو مخه ونیسي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي نبیل تېره ورځ (جمعه) د دې ادارې د نوي رييس د معرفۍ په غونډه کې دا څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د ملي امنیت کارکوونکي د ملي یووالي د حکومت کلک ملاتړ ته اړتیا لري.
ښاغلي نبیل، اجراییه رييس عبدالله عبدالله ته په خطاب کې وویل:«زموږ هیله له تاسو څخه چې د دې هیواد له مقاومتګرانو
څخه یاست او دوست و دښمن ښه پېژنۍ، دا ده چې د دې اورګان مسوولان په بېلابېلو نومونو زیان ونه ویني.»
ښاغلي عبدالله د رحمت الله نبیل د خدمت د ستاینې ترڅنګ و ویل چې د دې ادارې په هدفونو او پروګرامونو کې به هیڅ راز تغییر رانه شي.
د افغان حکومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله په دغه غونډه کې تورنجنرال مسعود اندرابي د ملي امنیت د ادارې د سرپرست په توګه معرفي کړ.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین