۰
سرتاج عزیز:

ډېر ژر به د سولې د خبرو له پاره سلا مشوره پیل شي

شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۸
د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پاره سلا مشورې پیل شي.
ډېر ژر به د سولې د خبرو له پاره سلا مشوره پیل شي
د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پاره سلا مشورې پیل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سرتاج عزیز دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان ملي جرګې ته کړې دي.
که څه هم ځینې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې دغه خبرې ښايي په دوه اونیو کې پیل شي، خو سرتاج عزیز ملي جرګې ته ویلي، لا ژر ده چې و وايي، کله به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مري د سولې د پروسې دوهم پړاو پیل شي.
په ورته وخت کې د پاکستان د پاکستان د مرکزي حکومت وزیر طارق عزیز چودرې تېره ورځ ویلي، پاکستان غواړي چې له افغانستان سره صمیمي او د زړه له کومې ښې اړیکې ولري.
ده د پاکستان د پارلمان مخته رسنیو ته وویل، چې غښتلی او باثباته افغانستان په سیمه کې سوله تضمینوي او پاکستان لېواله دی چې له افغانستان سره دوستانه او صمیمانه اړیکې ولري.
باید وویل شي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل موافقه په اسلام آباد کې د اسیا زړه کنفرانس په څنډو کې د افغان او پاکستاني مشرانو تر منځ وشوه.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین