۰

نامعلومه وسله والو اروزګان کې یو دیني عالم وژلی

شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۰۹
امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې یو تن دیني عالم د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
نامعلومه وسله والو اروزګان کې یو دیني عالم وژلی
امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې یو تن دیني عالم د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه دیني عالم تېره ورځ ماښام مهال په مرکز ترینکوټ کې د موټر سایکل سپرو وسله والو په ډزو وژل شوی.
د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د مسجد جامع ملا امام د ناپيژاندو کسانو په بريد کې وژل سوى دى.
د اروزګان د امنيي قومندانۍ د امنيت آمر رحيم الله خان وايې، ناپيژاندو موټر سايکل سپرو په مرکز ترينکوټ کې ديني عالم او د هاشم اخندزاده د مسجد جامع ملا امام مولوي مطيع الله په ډزو سره وژلى دى.
نوموړي زیاته کړه، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه کوم چا د دغه برید مسؤولیت نه دی منلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم په مرکز ترینکوټ کې د عمومي جامع ملا امام هم تر غلچکي بريد لاندي راغلى وو.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین