۰
جنرال عبدالرازق:

د کندهار هوايي ډګر ته بریدګر د مزدورکارانو په ډله کې ننوتي او هلته یې وسلې تر لاسه کړې

پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۰
د رسنیو د راپورونو له مخې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، هغه برید ګر چې د کندهار پر هوايي ډګر یې برید کړی و، دغه سیمې ته د هغه مزدورانو په ډله کې ننوتي، چې هلته مزدوري کوي، او وسلې یې هم هوايي ډګر کې د ننه تر لاسه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۱۲ تنه ځانمرګو بریدګرو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د چهار شنبې ورځې په شپه د کندهار پر هوايي ډګر ډلیز برید وکړ.
د امنیتي چارواکو په وینا چې په دغه برید کې د بریدګرو په ګډون ۹۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي په تېره ښځې او ماشومان
ښاغلي رازق ویلي«د پلټنو لمړی پړاو پيل شوی دی او مهمه برخه يې دا روښانه شوې ده، چې بريدګر د مزدورانو په ډله کې هوايي ډګر ته ننوتي دي او هلته يې وسله تر لاسه کړې ده»
وو.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په دغه برید کې ۳۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي، چې ۱۵ په کې مېرمنې او پاتې نور ماشومان دي او دغه راز ۳۳ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې ۱۴ په کې مېرمنې او ۱۹ یې ماشومان دي.
جنرال عبدالرازق زیاته کړې، چې په برید کې درې افغان امنیتي سرتېري هم وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي او دغه راز ۱۲ واړه برید ګر هم وژل شوي.
ښاغلي رازق ویلي«د پلټنو لمړی پړاو پيل شوی دی او مهمه برخه يې دا روښانه شوې ده، چې بريدګر د مزدورانو په ډله کې هوايي ډګر ته ننوتي دي او هلته يې وسله تر لاسه کړې ده»
جنرال رزاق زیاتوي، چې د پېښې په اړه جدي پلټنې لاهم دوام لري او دا به روښنا شي، چې د بريد سيمي ته بريدګر چا او په څه ډول رسولي دي.
په ورته وخت کې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم د ولايتي ادارې له لوري د جدي پلټنو خبر ورکوي او وايي هر څوک چې په دې پېښه کې ګرم وپېژندل شي، سخته قانوني سزا به وویني.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین