۰

ننګرهار يو شمېر مدني فعالان د اسیا زړه کنفرانس ګټور بولي

پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۸
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر مدني فعالان په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس د سیمې امنیت او اقتصاد لپاره ګټور بولي.
ننګرهار يو شمېر مدني فعالان د اسیا زړه کنفرانس ګټور بولي
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر مدني فعالان په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس د سیمې امنیت او اقتصاد لپاره ګټور بولي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه مدني فعالانو چې په یوه غونده کې سره راټول شوي دي، وايي، د سیمې هېواونو دا درک کړې، چې د دوی پرمختګ او ثبات د افغانستان په ارامۍ کې نغښتی دی.
د ننګرهار مدني فعالان زیاتوي، چې د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو په خاطر تر پخوا ډېر لېواله دي، چې باید په سیمه کې ثبات او پر مختګ راشي او په وینا یې دغه ثبات او پرمختګ د افغانستان په ثبات کې نغښتی دی.
مدني فعالان وايي، دوی ډاډ دي، چې د اسیا زړه کنفرانس په ترڅ کې به له افغانستان سره د مرستو ژمنې وشي او د نړیوالو پام به یو ځل بیا افغانستان ته راواوړي.
یو تن مدني فعال ډاکتر اسالله ښالیز وايي، دغه کنفرانس به د سیمې هېوادونه دې ته وادار کړي چې په سیمه کې د ترهګری پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره ورځ د اسیا زړه کنفرانس په پرانستونکې وینا کې په زغرده د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د سيمې ثبات، اقتصادي پرمختګ او ځينو نورو برخو کې همکاري وکړي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین