۰

راحیل شریف ولسمشر غني ته سوله کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی

پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۶
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سولې، استخباراتي معلوماتو د شریکولو او عملیاتي همغږۍ په برخه کې بشپړه همکاري کوي.
راحیل شریف ولسمشر غني ته سوله کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سولې، استخباراتي معلوماتو د شریکولو او عملیاتي همغږۍ په برخه کې بشپړه همکاري کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني او راحیل شریف تېره ورځ په راولپنډۍ کې سره وکتل او نېږدې یو ساعت یې یوازې سره خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، د دواړو خواوو خبرې د سیمې پر امنیت په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امنیتي حالت او د سولې پر بهیر متمرکزې وې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر ضرورت د ټینګار ترڅنګ د تروریزم د ختمولو لپاره له پاکستان سره د کار کولو ژمنه وکړه.
په خبرپاڼه کې د پوځ د مشر له خولې راغلي«موږ له افغانستان سره د دوه اړخیزو ګټو او احترام پر بنیاد کار کولو ته ژمن یوو. موږ باید ستراتیژیکې اړیکې تعقیب کړو چې تلپاتې وي او د دواړو هیوادونو د سوکالۍ او امنیت له زیاتېدا سره مرسته کوي.»
په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې دواړو خواوو په خپل منځ کې د اعتماد زیاتولو لپاره موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د امنیتي همکارۍ په ډېرولو خپل منځي اړیکې نورې ښې کړي.
باید وویل شي، چې ولسمشر غني تېره ورځ د اسیا زړه په کنفرانس کې خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو په وینا یې په دې برخه کې د ګاونډیو صادقانه همکاریو او اقداماتو ته اړتیا ده.
ویل کېږي، ولسمشر له کنفرانس وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر سره هم کتلي او هغه ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او هیله لري چې د افغانشستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې ژر تر ژره پیل شي.
دغه راز ولسمشر له کنفرانس وروسته د هند له بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي او د افغانستان او هند په اړیکو یې مفصلې خبرې اترې کړې دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین