۰
محمد کریم اتل:

د هلمند د خانشين ولسوالۍ سقوط وکړ

پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۲
د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وایي، د دغه ولایت خانشین ولسوالۍ له درنې او سختې جګړې وورسته د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې.
د هلمند د خانشين ولسوالۍ سقوط وکړ
د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وایي، د دغه ولایت خانشین ولسوالۍ له درنې او سختې جګړې وورسته د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پر خانشین ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه وه او سیمه ییزه چارواکو ویل چې سلګونو وسله والو پر دغه ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او ولسوالۍ تر محاصرې لاندې ده.
د خانشین ولسوال درې ورځې وړاندې ویلي و، چې جګړه د ولسوالۍ په څو کیلومترۍ کې ده او که نور امنیتي سرتېري ونه رسېږي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.
تېره ورځ هم په دغه ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه وه، چې د هلمند د ولایتي شورا د رییس محمد کریم اتل په خبره وروسته له غرمې یې سقوط وکړ.
نوموړي ویلي، چې په دې جګړه کې امنیه قوماندان روف خان هم سخت ژوبل شوی دی، خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
بل خوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا د ولسوالۍ د سقوط خبره نه مني، خو وایي، چې هلته اوس هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
باید وویل شي، چې د هلمند امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمود اشنا هم خبردارۍ ورکړی و، چې که سیمې ته نور اضافي سرتېري ونه لېږل شي، ښايي ولسوالۍ سقوط وکړي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین