۰

د کندهار د برید مرګ ژوبله نېږدې ۱۰۰ تنو ته ورسېده

پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۱
چارواکي وايي، د کندهار پر هوايي، ډګر ۲۵ ساعته جګړه پای ته رسېدلې او د وسله والو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د برید مرګ ژوبله نېږدې ۱۰۰ تنو ته ورسېده
چارواکي وايي، د کندهار پر هوايي، ډګر ۲۵ ساعته جګړه پای ته رسېدلې او د وسله والو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې وسله والو ځانمرګو چې پر سپکو او درندو وسلو سبمال وو، وړمه شپه شپږ بجې د کندهار پر هوايي ډګر برید وکړ، چې د تېرې ورځې تر ۲ بجو پورې یې دوام وکړ.
امنیتي چارواکي وايي، وسله وال بریدګر چې شمېر یې ۱۴ تنه او د افغان پوځ لباس یې پر تن وو، د هوايي ډګر نه وړاندې هغه سیمې ته ننوتلي و، چې د ولسي وګړو کورونه او دوکانونه.
وسله والو ځانونه په یوه ښوونځي او د خلکو په کورنو کې پټ کړي وو، او له هغوی ځای یې څخه یې پر هوايي ډګر بریدونه او له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.
چارواکي وايي، د دغه جګړې د اوږدېدو یوازینۍ لامل دا و، چې امنیتي ځواکونو نه غوښتل ولسي وګړو ته زیان واوړي.
خو دا جګړه تېره ورځ ۲ بجې پای ته ورسېده او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق
د دغه برید د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا هم نه دي ورکړل شوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دې جګړه کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي، خو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی خالد پښتون وايي، په دې برید کې تر ۵۰ پورې ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي، چې په وینا یې ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.
وویل، چې په دې جګړه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو په ګډون ۹۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه جګړه کې ۳۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي، چې ۱۵ په کې مېرمنې او پاتې نور ماشومان دي او دغه راز ۳۳ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې ۱۴ په کې مېرمنې او ۱۹ یې ماشومان دي.
جنرال عبدالرازق وايي، په جګړه کې درې افغان امنیتي سرتېري هم وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په جګړه کې ۱۲ وسله وال هم وژل شوي، خو زیاتوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.
جنرال رازق د پېښي د رامنځته کيدو او هوايې ډګر ته د ځانمرګي وسله والو د ننوتلو د علتونو په اړه د تحقيقاتو خبر ورکړ او زياتوي چې په دي اړه يې جدي څيړني رواني دي.
د دغه برید د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا هم نه دي ورکړل شوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دې جګړه کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي، خو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی خالد پښتون وايي، په دې برید کې تر ۵۰ پورې ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي، چې په وینا یې ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.
که څه هم د کندهار امنیه قوماندان وايي، بریدګر ۱۲ تنه و، خو په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داوودشاه وفادار خبريالانو ته وویل، چې بریدګر ۱۴ تنه وو، او ټول وژل شوي دي.
جنرال وفادار وايې چې وسله وال ځانمرګي په يوه ځانګړي تاکتيک سيمي ته رسيدلي چې په اړه به يې وروسته پلټني تر سره کړي.
د بريد مسووليت وسله وال طالبان په غاړه اخیستی او د بريدګرو انځورونه يي هم خپاره کړي دي.
طالب ويآند قاري يوسف احمدي وايي ، تر سل زيات امنيتي سرتيري يې وژلي دي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین