۰

ننګرهار کې د داعش پر ضد جګړې له پاره ولسي خلک مسلح کېږي

چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۲
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي، د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې به د داعش پر ضد ۱۰۰۰ تنه محلي خلکو ته وسلې ورکړل شي.
ننګرهار کې د داعش پر ضد جګړې له پاره ولسي خلک مسلح کېږي
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي، د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې به د داعش پر ضد ۱۰۰۰ تنه محلي خلکو ته وسلې ورکړل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي کندوزي دغه څرګندونې تېره ورځ په اچین ولسوالۍ کې په هغه غونډه کې وکړې، چې د امنیتي مسؤولینو سربېره د شینوارو په لسګونو قومي مشرانو هم په کې ګډون کړی وو.
ښاغلي کندوزي په غونده کې
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه«له دې غونډې څخه زموږ هدف دا وو چې ولسونو سره مو ولیدل د دې ولسوالۍ لپاره مو د محلي پولیسو پرته د زر تنو نورو محلي کسانو غوښتنه وکړه چې موږ به يې مسلح کړو او د پاڅون په ډول به دوی امنيتي ځواکونو سره ولاړ وي دوی په یو غږ زموږ د ملاتړ غږ وکړ او زه مطمین یم چې دا همغږي د دښمن لپاره ستر ګذار دی.»
وویل، چې که څه هم په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو عملیات ښه پر مخ روان دي، خو په وینا یې په دې برخه کې د ولسي وګړو ملاتړ ته اړتیا ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه«له دې غونډې څخه زموږ هدف دا وو چې ولسونو سره مو ولیدل د دې ولسوالۍ لپاره مو د محلي پولیسو پرته د زر تنو نورو محلي کسانو غوښتنه وکړه چې موږ به يې مسلح کړو او د پاڅون په ډول به دوی امنيتي ځواکونو سره ولاړ وي دوی په یو غږ زموږ د ملاتړ غږ وکړ او زه مطمین یم چې دا همغږي د دښمن لپاره ستر ګذار دی.»
په ورته وخت کې د ننګرهار د ملي امنیت رییس جنرال داد محمد حریفي وايي، دوی امکانات لري او چمتو دي، چې سر له اوسه ۱۰۰۰ تنو وسلې او تجهیزات ورکړي.
نوموړي وویل«موږ مو په خدمت کې یو د زر تنو تنخوا، د زر تنو اعاشه، د زر تنو مهمات دا ټول د همدغې شېبې له ماسره دی خدای دې تاسو یو کړي تاسو دې خدای په اتفاق راولي او بسم الله وکړۍ.»
په دې غونده کې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري وویل چې افغان پوځیانو د داعش دا پلان چې جلال آباد ښار به نیسي شنډ کړی دی.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین