۰

د هلمند خانشین ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۸
امنیتي چارواکي وايي، د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او که نور امنیتي ځواکونه سیمې ته ونه رسېږي ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د هلمند خانشین ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده
امنیتي چارواکي وايي، د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او که نور امنیتي ځواکونه سیمې ته ونه رسېږي ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو وړمه ورځ د هملند په خانشین ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، چې د هلمند د امنیه قوماندانۍ د ویاند شاه محمود اشنا په وینا ولسوالي تر کلکې کلابندۍ لاندې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان پوځیانو او سرحدي پولیس دا مهال پر شاتګ کړی خو ملي پولیس لا هم د وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمود اشنا دا اوازې رد کړې، چې ګڼې ولسوالۍ سقوط کړی خو وايې، که خانشين ولسوالۍ ته نور امنيتي ځواکونه ورنشي نو دا ولسوالي به سقوط وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خانشین ولسوال حاجي تورجان هلمندوال تېره ورځ ویلي وو، چې سلګونو وسله والو د ولسوالۍ د نیولو له پاره بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له خوا ورسره کلک مقاومت روان دي.
نوموړي زیاته کړې وه، چې په جګړه کې ۱۷ تنه ملي پولیس او دوه تنه سرحدي پولیس وژل شوي او دغه راز ۸ تنه نور سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په دې جګړه کې ۱۲ تنه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي او وسله والو د قریه نو په نوم دوو امنیتي پوستو چي یوه د سرحدي او دوهمه يې هم د ملي پولیسو اړوند وې نیولې دي.
په ورته وخت کې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قوال اردو قومندان جنرا ل معین فقیر وايي، دوی په سیمه کې تازه عملیات پلان کړي او ژر به تازه دمې افغان ځواکونه د خانشین ولسوالۍ د دفاع لپاره دغې سیمې ته ورسیږي.
وسله والو طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ویې یې دی، چې ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین