۰
راګوزین:

د ترورېزم په وړاندې د ایتلاف جوړیدل د ټولې سیمې په ګټه ده

چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۶
د روسیې مرستیال لومړی وزیر ډیمټري راګوزین وايي، د ترورېزم په وړاندې د یوه ایتلاف جوړېدل او ګډ اقدامات د ټولې سیمې د حالاتو ته په کتو ډېر مهم دی.
د ترورېزم په وړاندې د ایتلاف جوړیدل د ټولې سیمې په ګټه ده
د روسیې مرستیال لومړی وزیر ډیمټري راګوزین وايي، د ترورېزم په وړاندې د یوه ایتلاف جوړېدل او ګډ اقدامات د ټولې سیمې د حالاتو ته په کتو ډېر مهم دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي راګوزین دغه څرګندونې تېره ورځ په نوي ډهلي کړې او ویې یې دي، چې
ده په خپلو خبرو کې ویلي«د ترورېزم په وړاندې د یوه ایتلاف جوړیدل او ګډ اقدامات نه یوازې د دغو دواړو هېوادونو د شرایطو په پام کې نیولو سره، بلکه د ټولې سیمې حالاتو ته په کتو ډیر مهم دي، که ایتلاف جوړ شي وضعیت به بدل شي او اغیزناکې قوې باید د ترورېزم په وړاندې جګړې کې یو بل ته لاس ورکړي.»
هند او روسیه د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې په لومړی لیکه کې دي.
نوموړي په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه هم اندېښنه وشوده او ویې ویل چې د دغه دلې په منځ ته راتګ سره د سیمې وضعیت نور هم خراب شوی دی.
ښاغلي راګوزین زیاته کړې، چې طالب یوه کورنۍ پدیده وه خو داعش د دې برعکس تر طالبانو هم تندلاري دي او د نړیوالې ځای غوښتنې نیت لري.
ده په خپلو خبرو کې ویلي«د ترورېزم په وړاندې د یوه ایتلاف جوړیدل او ګډ اقدامات نه یوازې د دغو دواړو هېوادونو د شرایطو په پام کې نیولو سره، بلکه د ټولې سیمې حالاتو ته په کتو ډیر مهم دي، که ایتلاف جوړ شي وضعیت به بدل شي او اغیزناکې قوې باید د ترورېزم په وړاندې جګړې کې یو بل ته لاس ورکړي.»
د روسیې مرستیال لومړي وزیر دا هم ویلي، چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د ډېسمبر میاشتې په وروستیو کې د روسیې او هند مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر کوي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین