۰

ننګرهار کې ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۰
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو او وسله والو تر منځ په خپل منځي نښته کې د یوه ولسوال او یوه قوماندان په ګډون ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ننګرهار کې ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو او وسله والو تر منځ په خپل منځي نښته کې د یوه ولسوال او یوه قوماندان په ګډون ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په چپرهار او خوګیاڼو ولسوالیو کې رامنځ ته شوي.
خبرپاڼه وايي، لومړی د خوګیاڼو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو یو میل دهشکه، یو میل زیګویک، یو میل هاون او ډاډسن موټر هم په بشپړ ډول تخریب شوی دي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د طالبانو او داعش تر منځ نښته کې د چپرهار لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال عادل په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې په نښته کې ۵ داعش وسله وال هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي او دغه راز د طالبانو یوه دهشکه او یو ډاډسن موټر هم له منځه وړل شوي.
تر اوسه دواړو ډلو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین