۰
مولود چاووش اوغلو:

ترکیه به له عراق نه ځمکني ځواکونه ونه باسي

چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۸
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، چې انقره به د عراق له شامال نه خپل ځمکني ځواکونه ونه باسي.
ترکیه به له عراق نه ځمکني ځواکونه ونه باسي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، چې انقره به د عراق له شامال نه خپل ځمکني ځواکونه ونه باسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي چاوو دغه څرګندونې تېره ورځ له خپل عراقي سیال ابراهیم الجعفري سره په تلېفوني اړیکه کې کړې ده.
د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي وړمه ورځ ویلي و، چې که ترکیه د عراق له خاورې خپل ځواکونه ونه وباسي نړیوالې امنیت شورا ته به شکایت وکړي.
نوموړي ویلي و، چې د ترکيي ځواکونه د دوي له اجازې پرته د عراق په شمال کې ځای پر ځای شوي دي.
عراق حکومت ترکیې ته د ډسمبر ۷ نېټه ضرب الاجل وټاکه چې باید د عراق له شماله خپل ځواکونه وباسي.
خو د نېټې په پوره کېدو سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش د عراق د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې انقره به د عراق له شمال نه خپل ځمکني ځواکونه ونه باسي.

جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین