۰
جوبایډن:

روسيي د اوکراین یوه برخه اشغال کړې

چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۳
د امریکا مرستیال ولسمشر وايي، روسيي د اوکراین یوه برخه اشغال کړې او په غیر قانوني توګه يې له خپلې خاورې سره تړلې ده.
روسيي د اوکراین یوه برخه اشغال کړې
د امریکا مرستیال ولسمشر وايي، روسيي د اوکراین یوه برخه اشغال کړې او په غیر قانوني توګه يې له خپلې خاورې سره تړلې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې بایډن ویلي، چې روسیې له ځان سره د کریمیا ټاپو وزمې په یوځای کولو سره نړېوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر بایډن دغه څرګندونې تېره ورځ د اوکراین پارلمان ته وکړې او ویې ویل، چې نړۍ د کریملن د ښکاره یرغل پر وړاندې د اوکراین جګړه ویني.
نوموړي زیاته کړې، چې متحده ایالات به هیڅکله د روسيې له خوا د کریمیا الحاق په رسمیت ونه پیژني او د روسيې د یرغل پر وړاندې به له اوکراینه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
باید وویل شي، له کله نه چې روسيي کریمیا ټاپو وزمه د خپلې خاورې برخه ګرځولې ده د امریکا مرستیال ولسمشر څلور ځله د اوکراین مرکز کییف ته سفر کړی دی.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین