۰

د کندهار په هوايي ډګر په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي

چهارشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۱
د افغان پوځ چارواکي وايي، د کندهار ولایت په هوايي ډګر د وسله والو طالبانو په ډلیز ځانمرګي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار په هوايي ډګر په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي
د افغان پوځ چارواکي وايي، د کندهار ولایت په هوايي ډګر د وسله والو طالبانو په ډلیز ځانمرګي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې وسله والو تېر ماښام د کندهار په هوايي دګر ډلییز برید وکړ، چې د شپې تر ناوخته پورې جګړه روانه وه.
د ۲۰۵ قول اردو قوماندان تورن جنرال دواد شاه وفادر رسنیو ته ویلي، چې په دغه جګړه کې چې له دوه خواو روانه ده، تر اوسه پورې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي.
نوموړي ویلي، چې ۱۴ تنو وسله والو د کندهار په هوايي ډګر برید کړی و، چې ۹ تنه یې د افغان ځواکونو په دزو وژل شوي او نور یې په سیمه کې د استوګنې په دوه بلاکونو کې ځانونه پټ کړی.
هغه زیاته کړې، چې له دفتر څخه د کور پر لوري د تګ په حال کې وو، چې وسله والو برید کونکو پر ده باندې له ډزو سره سم بریدونه شروع کړه چې په ترڅ کې يې په پيل کې د ده یو ساتونکی وژل شوی او بل تن يې ټپي دی .
د۲۰۵ اتل قوال اوردو قومندان وويل چي برید کونکي چي ځيني يې په خپلو کې په پاکستانی اوردو ژبه خبري کوي له ځان سره ماسکونه هم لري چي د اوږکي بهونکي ګاز د استعمال پر وخت له هغو څخه کار اخلي .
په ورته وخت کې یوې بلې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه سرچینې دا هم ویلي، چې وسله والو یو شمېر کسان هم یرغمل کړي او د پېښې زیاتره قربانیان ولسي وګړي دي.
وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت منلی او ویلي دي، چې ګڼ سرتېري یې وژلي او یو شمېر زغروال ګاډي او شوبلې یې له منځه وړې.
د خبر بشپړ جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین