۰

لغمان کې به ۹۰۰۰ کورونو ته برېښنا ورکړل شي

سه شنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۵
په لغمان ولایت کې د ٢٢٣ ميلیونه افغانیو په لګښت د دریو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې، چې ورسره سم به ۹۰۰۰ زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
لغمان کې به ۹۰۰۰ کورونو ته برېښنا ورکړل شي
په لغمان ولایت کې د ٢٢٣ ميلیونه افغانیو په لګښت د دریو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې، چې ورسره سم به ۹۰۰۰ زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه پروژو رسیمي چارې نن د اوبو او برېښنا د وزیر انجنیر علي احمد عثماني
په دغه درې پروژو کې ۹۰۰۰ کورونو ته د برېښنا د شبکې غځول او په برېښنا د دغو کورونو روښانه کول او همدارنګه د لغمان د برېښنا امریت لپاره یوه درې پوړیزه وداني شاملې دي.
د دغه ولایت د والي عبدالجبار نعیمي د افغانستان د برېښنا شرکت د عمومي ریاست د مالي او اداري رئیس احمد شاه ساحل، د ولایتي شورا وکیلانو، دیني عالمان، قومي مشرانو او د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکو له لوري پیل شوې.
په دغه درې پروژو کې ۹۰۰۰ کورونو ته د برېښنا د شبکې غځول او په برېښنا د دغو کورونو روښانه کول او همدارنګه د لغمان د برېښنا امریت لپاره یوه درې پوړیزه وداني شاملې دي.
لومړئ پروژه چې په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې د ۴۰۰۰ کورونو لپاره د ۱۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د شبکې جوړونه او دغو کورونو ته د برېښنا رسول دي.
د دغه پروژې مالي لګښت د اوبو او انرژۍ
لومړئ پروژه چې په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې د ۴۰۰۰ کورونو لپاره د ۱۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د شبکې جوړونه او دغو کورونو ته د برېښنا رسول دي.
وزارت له خوا ورکول کېږي او چارې به یې په ۸ میاشتو کې بشپړې شي.
په دغه پروژه کې د مرکز اړوند د سلطان غازي بابا ښارګوټی، علي خیل، مریم، محمد پور، تاجګړي، دو راهي بابا صیب، قرارګاه، لاندې تیر ګړي، خاله خیل، شارن، میا کلا او دلیل کلا او د قرغیو ولسوالۍ د تره خیلو، قلعټک، شمشېر اباد او نو اباد سیمې شاملې دي.
دوهمه پروه ۵۰۰۰ کورونو ته د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د شبکې جوړونه دي چې مالي لګښت یې د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري ورکول کېږي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
په دې پروژه کې د مرکز اړوند د شهیدان بابا له
دوهمه پروه ۵۰۰۰ کورونو ته د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د شبکې جوړونه دي چې مالي لګښت یې د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري ورکول کېږي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
کلي څخه تر سرخکانو سیمې پورې د مهترلام – سرخکان تر منځ د غځېدلې لارې دواړو غاړو پراته کلي (شهیدان بابا، شاه ګزر بابا، پهلوان کلا، باغ میرزا، کړاوو، حیدر خاني، کله کوټ، لاندې کله کوټ، مشه خیل، کنده، مندروړ، فرمان خیل، څپو خیل، ګله خیل او عبدالرحیمزي) په کې شامل دي.
درېیمه پروژه د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي کې د ( ۹،۴ ) افغانیو په لګښت په ۱۷۰۰ مترې مربع ځمکه کې د لغمان د برېښنا امریت لپاره د درې پوړیزې ودانۍ جوړول دي، چې د دې مالي لګښت هم د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري ورکول کېږي.
دغه ودانۍ به د برېښنا، اوبو رسولو او کنالیزاسیون په سیستمونو او نورو ټولو ضروري ملحقاتو به سمبال وي او چارې
درېیمه پروژه د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي کې د ( ۹،۴ ) افغانیو په لګښت په ۱۷۰۰ مترې مربع ځمکه کې د لغمان د برېښنا امریت لپاره د درې پوړیزې ودانۍ جوړول دي، چې د دې مالي لګښت هم د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري ورکول کېږي.
به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د اوبو او انرژي وزیر انجنیر علي احمد عثماني او د افغانستان د برېښنا شرکت مالي او اداري رئیس احمد شاه ساحل په همدې موخه په جوړه شوې لویه غونډه کې وویل چې دوی به لغمان ولایت ته ځانګړې توجه وکړي او په لغمان ولایت کې به خپلې لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله پروژې پلي کړي.
همدارنګه په غونډه کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دغه ولایت کې د یادو دریو پروژو د کارونو پیل د بیارغونې،پرمختګ او امنیت په برخو کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي وویل چې د دوهم سل ورځني پلان په چوکاټ کې یې د یادو پروژو کارونه پیل کړل چې په دې سره به هم خلک د برېښنا له نعمت برخمن شي او هم به خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین