۰
سرتاج عزیز:

له ولسمشر غني سره به د سولې په اړه خبرې وکړو

سه شنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۹
د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، د آسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې پر مذکراتو خبرې اترې وشي.
له ولسمشر غني سره به د سولې په اړه خبرې وکړو
د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، د آسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې پر مذکراتو خبرې اترې وشي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې عزیز تېره ورځ رسنیو
د جمهور آژآنس د خبر له مخې عزیز تېره ورځ رسنیو ته ویلي، چې په دې کنفرانس کې به لومړی د افغانستان، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي حالت وارزول شي او ټول غړي هېوادونه به له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي.
ته ویلي، چې په دې کنفرانس کې به لومړی د افغانستان، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي حالت وارزول شي او ټول غړي هېوادونه به له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا یو خورا مهم کنفرانس دی چې چین او روسیه یې هم غړي دي او یو شمیر اروپایي هیوادونه هم ونډه اخلي چې د دې پروسې ملاتړي دي.
د ښاغلي عزیز په اند د دې کنفرانس اعلامیه ځکه خورا مهمه ده، چې د نړۍ ټول هیوادونه په افغانستان کې د امن غوښتونکي دي او نه غواړي هلته کورنۍ جګړه وشي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دا هم وايي، چې د افغانستان له مسلې پرته شاوخوا شپږ نورې مسلې هم په نښه شوي چې کنفرانس به پرې خبرې وکړي.
نوموړي وویل، چې دغه موضوعات د ترهګرۍ
د ښاغلي عزیز په اند د دې کنفرانس اعلامیه ځکه خورا مهمه ده، چې د نړۍ ټول هیوادونه په افغانستان کې د امن غوښتونکي دي او نه غواړي هلته کورنۍ جګړه وشي.
ضد مبارزه، د مخدره توکو قاچاق، د بېړنیو پیښو مدیریت، د غذایي توکو امنیت او ارتباطات شامل دي.
دی وايي، دریمه برخه د کنفرانس په څنډه کې لیدنې کتنې دي چې له ولسمشر غني سره به هم لیدنې وشي چې په هیواد کې امن څنګه راشي او د سولې خبرې څنګه بیا پیل شي.
باید وویل شي، چې د اسیا زړه کنفرانس چې سبا د چهار شنبې په ورځ په اسلام آباد کې پیلېږي د ١۴ هیوادونو چارواکي په کې ګډون کوي او دوه ورځې به دوام وکړي.
دغه راز په دې کنفرانس کې به ١٧ نور د استانبول د پروسې همکار هیوادونه هم په کې ګډون ولري.

جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین