۰

د کندهار برید د دوه بریدکوونکو په وژنې پای ته رسېدلی

سه شنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۰۱
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د دوو تنو وسله والو له خوا پر یوه امنیتي پوسته برید د دواړو بريدکوونکو په وژنې سره پای ته رسېدلی دی.
د کندهار برید د دوه بریدکوونکو په وژنې پای ته رسېدلی
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د دوو تنو وسله والو له خوا پر یوه امنیتي پوسته برید د دواړو بريدکوونکو په وژنې سره پای ته رسېدلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کندهار امنیه قومانداني زیاتوي، چې دوه تنو وسله والو برید کوونکو تېر ماښام ۶ بجې د کندهار د ۹ حوزې اړوند د برېښنا کوټ پر امنیتي پوسته برید وکړ او له امنیتي سره تېرو سره په جګړه ونښتل.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، له برید سره سم سیمې ته نور امنیتي ځواکونه هم ورسېدل، او د وسله والو پر وړاندې یې عملیات پیل کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دواړه وسله وال وژل شوي او د هغوی دوه میله کلاشنکوف او لاسي بمونه افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
د ضیا په خبره په دغه برید کې دوه تنه پولیس سربېرن ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي او نور هېڅ ډول زیان نه دی رامنځ ته شوی.
په کندهار کې دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ سهار د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې د ۷ امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۲ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین