>> جمهور - زلزلې افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو ته ټکان ورکړ
 
۰

زلزلې افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو ته ټکان ورکړ

دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۲
یوې نسبتآ قوي زلزلې د افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو ډېری سیمو ته ټکان ورکړ، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
زلزلې افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو ته ټکان ورکړ
یوې نسبتآ قوي زلزلې د افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو ډېری سیمو ته ټکان ورکړ، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه زلزله نن غرمه مهال د افغانستان پر وخت ۱۲:۳۱ بجې وشوه، چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، هند او تاجکستان ډېری سیمې یې لړزولې دي.
د امریکا د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور له مخې د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۲ درجې و خو د مرکز په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې پاکستاني او هندي رسنیو هم راپور ورکړی، چې زلزلې د دغه هېوادونو ګڼ شمېر سیمې لړزولې خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې هم یوې قوي زلزلې چې مرکز یې د افغانستان بدخشان ولایت و، هند، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته سخت ټکان ورکړ، چې له امله یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه هم رامنځ ته شول.
باید وویل شي، چې له هغې راهیسې دا څلورم ځل دی، چې په دغه هېوادونو کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین