۰

ننګرهار کې موټر بم ځانمرګي برید ۲۲ تنه ټپیان کړل

دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۱
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې ۲۲ تنه ټپیان شوي، چې ۷ تنه په کې امنیتي سرتېري دي.
ننګرهار کې موټر بم ځانمرګي برید ۲۲ تنه ټپیان کړل
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې ۲۲ تنه ټپیان شوي دي، چې ۷ په کې امنیتي سرتېري دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید نن سهار شپږ بجې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ باندې شوی دی.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی چې سهار د پېښې ځای ته ورغلی وو، خبریالانو ته وویل، چې په دغه برید کې ۹ تنه ټپیان شوي، چې ۷ تنه امنیتي سرتېري او دوه تنه هم ولسي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د برید له امله ۲۰ دوکانونه هم نړیدلي او یو شمېر کورنو ته هم زیان اوښتی دی.
ښاغلي کندوزي وویل چې برید ځانمرګی وو، او د امنیه قوماندانۍ یوه برخه هم په کې نړېدلې ده.
خو د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې د ټپیانو شمېره لوړه شوې او ۲۲ تنو ته رسېدلې ده.
نوموړي وویل، چې په دغه برید کې ۷ تنه امنیتي سرتېري او ۱۵ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال هم وايي، چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۲ ټپیان وروړل شوي، چې نور ټول تر درملنې وروسته رخصت شوي او درې تنه لا هم په روغتون کې بستر دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین