۰

اماراتو ته د تلوونکو افغانانو د وېزې او پاسپورټ ستونزه حل شوه

دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو ته د تلوونکو افغانانو د وېزې او پاسپورټ ستونزه حل شوه او امارات ویزې ورکوي.
اماراتو ته د تلوونکو افغانانو د وېزې او پاسپورټ ستونزه حل شوه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو ته د تلوونکو افغانانو د وېزې او پاسپورټ ستونزه حل شوه او امارات ویزې ورکوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ستونزه هغه مهال حل شوه، چې اماراتو له افغانستانه وغوښتل، چې افغانان دې په خپلو پاسپورټونو کې د پلار نوم هم ولیکلي.
یاد وزارت وايي متحده عربي اماراتو منلې چې که د افغانانو په پاسپورټونو کې د پلار نوم ولیکل شي دوی وېزې پرې ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له راتلونکې اوونۍ څخه به په الیکترونیک پاسپورټونو کې د پلار نوم زیات کړي.
باید وویل شي، چې د افغانستان په نویو الیکترونیک پاسپورټونو کې د پخوانیو خلاف د پلار نوم نه لیکل کېږي او یوازې د پاسپورټ لرونکي نوم او د کورنۍ نوم لیکل کېږي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


نورالله مراد
آیا پاسپورت های قبلی قلمی تا کدام تاریخ اعتبار دارد .
پربازدیدترین