۰

کندهار کې د یوه خونړي برید مخه ونیول شوه

دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۳
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کندهار ولایت کې د ځانمرګو بریدونو دوه طراحان او دغه راز له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټر سایکل نیولی دی.
کندهار کې د یوه خونړي برید مخه ونیول شوه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کندهار ولایت کې د ځانمرګو بریدونو دوه طراحان او دغه راز له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټر سایکل نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو غوښتل چاودېدونکي توکي عیدګاه دروازې ته ورسوي او بیا د کندهار ولایت پر مقام چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ونیول شول.
سرچینه وايي، چې د ځانمرګو او نورو بریدونو دغه دوه تن نیول شوي طراحان د وسله والو مخالفینو د یو تن قوماندان ملا بزرګ ‌ډلې اړوند دي.
په خبرپاڼه کې نيول شوي کسان هر یو لعل محمد مشهور په سردار او عبدالولي مشهور په اغا جان ښودل شوي خو دا چې د کوم ځای اوسېدونکي دي په اړه یې څه نه دي ویلي.
له نیول شویو کسانو سره چاودېدونکو توکو ډک یو عراده زرنج موټرسایکل چې له نورو چاودېدونکو توکو سربېره پکې د توپ ۷ فیره مرمۍ هم ځای پر ځای شوې وې نيول شوى دى.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین