۰

پکتیکا کې د حقاني شبکې ۱۲ غړي وژل شوي

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۴
امنیتي چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې ۱۲ غړي وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
پکتیکا کې د حقاني شبکې ۱۲ غړي وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې ۱۲ غړي وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره شپه د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې رامنځ د بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره شوي.
د پکتیکا امنیه قوماندان زوورزاهد رسنیو ته ویلي، چې د عملیاتو پلان په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو له لوري جوړ شوی وو.
د هغه په وینا بهرنیو ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو پر یوه مرکز برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې برید کې د قوماندان ملا عبدالله په ګډون د حقاني شبکې ۱۲ تنه غړي وژل شوي او پنځه نور یې بهرنیو ځواکونو ژوندي نیولي دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندان په خبره بهرنیو ځواکونو له دغه مرکزه وه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه هم تر لاسه کړي او نیول شوي کسان یې بګرام ته لېږدولي دي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین