۰

د میدان وردګو د پېښې په تړاو د اردو درې سرتېري ونیول شول

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۲
د میدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په تړاو یې د ملي اردو درې سرتېري نیولي دي.
د میدان وردګو د پېښې په تړاو د اردو درې سرتېري ونیول شول
د میدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په تړاو یې د ملي اردو درې سرتېري نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د میدان وردګو والي حیات الله حیات زیاتوي، چې د یادې پېښې د څېړلو له پاره ټاکل شوي پلاوي خپل لومړنۍ څېړنې تېر ماښام بشپړې کړې.
نوموړي وویل چې په دې اړه درې تنه د اردو سرتېري نیول شوي، او که چېرې نور کسان هم تورن وپېژندل شي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
ښاغلي حیات وویل«دا درې نیول شوي کسان د اردو سرتېري دي، دا چې دوی ولې فیر کړی، څنګه وضعیت و، د دښمن له خوا هم ډزې شوې کنه، د دې پلاوي په راپور کې به موږ ته دقیق معلومات راځي.»
ویل کېږي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا دغه ګمارل شوی پلاوی به د خپلو څېړنو راپور ولسمشر ته هم وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د اوتړو په کلي کې د تېرې جمعې په ورځ د ملي اردو د یوه هاون برید په ترڅ کې ۱۰ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
په دغه وژل شویو او ټپیانو کې ډېری هغه ماشومان و، چې د جومات ته د سبق زده کولو له پاره تللي وو.
یادې پېښې د ولسي خلکو سخت غبرګون راوپاراوه او د شهیدانو جسدونه یې کابل ته راوړل خو چارواکو د هغوی مخه ونیوه، او ژمنه یې وکړه، چې د پېښې عاملین به د قانون منګولو ته سپاري.
جمهورآژانس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین