۰

ننګرهار کې ۶ داعش وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۸
چارواکي وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په بېلا بېلو هوايي بریدونو کې شپږ داعش جنګیالي وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۶ داعش وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په بېلا بېلو هوايي بریدونو کې شپږ داعش جنګیالي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه داعشیان تېره شپه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي.
سرچینه وايي، دغه بریدونه چې د یادې ولسوالۍ په تریلي او باندر سیمو کې شوي، د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې څلور داعش وسله وال او د افغان ځواکونو په هوايي برید کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او دوه میله دهشکې یې له منځه وړل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او په دغه ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې عملیات ښه پر مخ روان دي.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو ستاینه کړې ده.
تر اوسه داعش په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین