۰
الکساندر ګروشکو:

مسکو د افغانستان پر سر له ناټو سره اختلاف نه لري

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۹
په ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون کې د روسیې دایمي استازی الکساندر ګروشکو وايي، د روسیې او ناټو تر منځ د افغانستان پر سر په ګټو کې د لانجې هیڅ راز خطر نشته.
مسکو د افغانستان پر سر له ناټو سره اختلاف نه لري
په ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون کې د روسیې دایمي استازی الکساندر ګروشکو وايي، د روسیې او ناټو تر منځ د افغانستان پر سر په ګټو کې د لانجې هیڅ راز خطر نشته.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، په ناټو کې د روسیې استازي الکساندر ګروشکو دغه څرګندونې د جمعې په ورځ کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي:«زه په افغانستان کې د روسیې او ناټو ترمنځ د ټکر هیڅ خطر نه وینم ځکه چې افغانستان د دواړو خواوو تر منځ تل په ګډه اجنډا کې شامل وو.»
ګروشکو دا خبره د ناټو د غړي هیواد ترکیې له لوري د یوې روسي الوتکې د غورځولو پر سر د ناټو او روسیې ترمنځ په اړیکو کې خرابوالي ته په اشارې وکړه.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین