۰

هند په ننګرهار کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړوي

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۳
په ننګرهار کې د هند کونسل ژمنه وکړه چې په مرکز جلال آباد کې به د کرکټ یو نړیوال لوبغالی او ۳ پلونه جوړ کړي.
هند په ننګرهار کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړوي
په ننګرهار کې د هند کونسل ژمنه وکړه چې په مرکز جلال آباد کې به د کرکټ یو نړیوال لوبغالی او ۳ پلونه جوړ کړي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هند کونسل دهرندرا سینګ دا ژمنه تېره ورځ په جلال اباد کې د ننګرهار له والي سلیم کندوزي سره په کتنه کې وکړه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د لوبغالي ترڅنګ، چې په نړیوال معیار برابر به وي، د هند کونسل وعده وکړه چې په جلال اباد ښار کې به د خلکو د اسانتیا لپاره ۳ پُلونه جوړ کړي.
د خوږیاڼي په وینا دا پلونه به په ښار کې د ګڼې ګوڼې او بیروبار له کمېدو سره مرسته وکړي.
د ننګرهار والي د هند له کونسل څخه په جلال اباد ښار کې د نجونو د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
هند په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره تر ۲ زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې ده.
باید وویل شي، چې دغه هند د افغانستان په کندهار ولایت کې هم د کرکټ یو سټېډیم جوړوي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین