۰
ډېوېډ سیډني:

پاکستان اوس هم له طالبانو سره مالي او لوجستیکي مرسته کوي

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۶
د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني ویلي، پاکستان اوس هم له طالبانو سره مالي او لوجستیکي مرسته کوي.
پاکستان اوس هم له طالبانو سره مالي او لوجستیکي مرسته کوي
د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني ویلي، پاکستان اوس هم له طالبانو سره مالي او لوجستیکي مرسته کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ډېوېډ سیډني چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ زېږدیز کال پورې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا په برخه کې د پنټاګون مرستیال و، د امریکا د سنا په یوه غونډه کې ویلي:« په کابل او خوست کې وروستیو بریدونو ټولې داسې نښې
ده ویلي د طالبانو له لوري په لویه کچه په افغانستان کې د جګړو پر مهال د وسلو او مهماتو کارونه ښيي چې دوی مالي او لوجیستيکي ملاتړ لري او نظامي وسایل په پاکستان کې له خپلو ډيپوګانو څخه د افغانستان هرې سیمې ته چې وغواړي لېږدولی شي.
درلودې چې حقاني شبکې به کړې وي.»
د هغه په وینا حقاني شبکه د طالبانو یوه ډله ده چې په پاکستان کې مېشته ده او د دغه هېواد له استخباراتي ادارې سره اوږدمهالې اړیکې لري.
ده ویلي د طالبانو له لوري په لویه کچه په افغانستان کې د جګړو پر مهال د وسلو او مهماتو کارونه ښيي چې دوی مالي او لوجیستيکي ملاتړ لري او نظامي وسایل په پاکستان کې له خپلو ډيپوګانو څخه د افغانستان هرې سیمې ته چې وغواړي لېږدولی شي.
نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر هغو افغان کورنیو ځوانان چې په وروستیو لسیزو کې یې ډیورېنډ کرښې پورې غاړې ته کډوال شوي او همالته را لوی شوي د لومړي ځل لپاره خپل هېواد ته د جګړې لپاره سفر کوي.
نوموړي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاده هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان لا هم په خپل خارجي سیاست، چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
جمهورآژآنس:کابل

.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین