۰

ننګرهار کې ۱۳ تړلي ښوونځي بېرته پرانستل شول

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۷
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ قومي مشران وایي د دوی په هلو ځلو په دغه ولسوالۍ کې دیارلس تړل شوي ښوونځې بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانستل شول.
ننګرهار کې ۱۳ تړلي ښوونځي بېرته پرانستل شول
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ قومي مشران وایي د دوی په هلو ځلو په دغه ولسوالۍ کې دیارلس تړل شوي ښوونځې بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانستل شول.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د هسکې مینې ولسوال په مشرۍ د دغه ولسوالۍ د مندوزیو قوم مشرانو تېره ورځ د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره وکتل.
دوی وویل، چې د یادې ولسوالۍ قومونو د قومې تړون له مخې د خپل حکومت څخه په کلکه ملاتړ کړی او په همدې لړ کې ۱۳ تړل شوي ښوونځې هم بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانستي دي.
قومي مشرانو زیاته کړه، چې شپږ نور ښوونځي لا هم تړلي خو په وینا یې دوی هڅه کوي، چې دغه ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.
په ورته وخت کې قومي مشرانو دا هم وویل، چې په یاده ولسوالۍ کې یې د کوکنارو کرکیله صفر کړې او سږ کال به هم چا ته اجازه ورنکړي، چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.
دوی له والي او له مرکزي حکومته وغوښتل، چې هسکې مېنې ولسوالۍ ته پاملرنه زیاته کړي او د بیا رغونې پروژې په کې پلې کړي.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي هم له مشرانو مننه وکړه او ویې ویل، چې د دوربابا او کوټ ولسوالیو ولسونو په څېر دې د قومي یوالي په ترڅ کې خپلې سیمې د مخالفینو څخه په بشپړ ډول پاکې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د هسکې مینې ولسوالۍ ولسونو ته یې اته سوه بورۍ غنم د مرستې ته په توګه ورکړي او ډېر ژر به په دغه ولسوالۍ کې داخلي بې ځایه شوو کډوالو سره د نورو خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته ترسره کړي .

ننګرهار والي د عامې روغتیا ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د قومونو په غوښتنه دې ژر تر ژره د هسکې مینې تړل شوي روغتون تجهیز او د دوی پر مخ پرانیزي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین