۰

پاکستان د اسیا زړه کنفرانس د امنیتي تدابیرو له پاره غونډه وکړه

يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۹
د اسیا زړه کنفرانس لپاره پر تیاریو د پاکستان د امنیتي او استخباراتي چارواکو په اسلام آباد کې غونډه او د دغه کنفرانس له پاره یې په تیاریو خبرې اترې وکړې.
پاکستان د اسیا زړه کنفرانس د امنیتي تدابیرو له پاره غونډه وکړه
د اسیا زړه کنفرانس لپاره پر تیاریو د پاکستان د امنیتي او استخباراتي چارواکو په اسلام آباد کې غونډه او د دغه کنفرانس له پاره یې په تیاریو خبرې اترې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکي تېره ورځ په اسلام آباد کې غونډ شوي وو.
د اسیا زړه کنفرانس کې د اذربایجان، قزاقستان، ایران، چین، روسیې قرغیزستان، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون کوي.
دغه راز د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او هند بهرنیو چارو وزیرې مېرمن سوراج ته هم بلنه ورکړل شوې، خو ښاغلي غني او مېرمن سوراج تر اوسه څه نه دي ویلي، چې یاد کنفرانس ته به ورشي که نه.
پاکستاني چارواکي وايي، تمه لري، چې ښاغلی غني به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي، خو ارګ تر اوسه دا نه دي ویلي، چې ولسمشر به د پاکستان بلنه ومني او که نه.
باید وویل شي، چې د پاکستاني چارواکو په دې غونډه کې پر نوازشریف سربېره، سلاکار سرتاج عزیز، د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال نصیر جنجوعه، د آی ایس آی رييس جنرال رضوان اختر، د صدراعظم ځانګړی یاور طارق فاطمي او نورو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د اسیا زړه کنفرانس د سې شنبې په ورځ /دسمبر ۸مه/ جوړېږي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین