۰

ننګرهار کې پنځه پاکستاني وسله وال نیول شوي

پنجشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۹
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې پنځه تنه پاکستاني وسله وال له وسلو او چاوېدونکو توکو سره نیولي دي.
ننګرهار کې پنځه پاکستاني وسله وال نیول شوي
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې پنځه تنه پاکستاني وسله وال له وسلو او چاوېدونکو توکو سره نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، دغه وسله وال تېره ورځ د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ د سایچو په سیمه کې نیولي شوي.
د هغه په وینا یاد کسان د ننګرهار د هوايي ډګر د ځانګړې ساتونکې قطعې د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
نوموړي وویل، چې نیول شوي پاکستاني وسله وال د سوات اوسېدونکي دي او له دوی څخه پنځه میله ډول ډول وسلې، یوه پایه مخابره، څلور کړۍ ماینونه او څلور پایې کمپیوټرونه هم تر لاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې پنځه تنه وسله وال د ملي امنیت ځواکونو له خوا له وسلو او چاوېدونکو توکو سره یو ځای نیول شوي وو.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین