۰

د یوه قوماندان په ګډون ۵۰ طالبان له دولت سره یو ځای شول

پنجشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۸
امنیتي چارواکي وايي، په کاپیسا ولایت کې د یوه مشهور قوماندان په ګډون ۵۰ تنه وسله وال طالبان له افغان دولت سره یو ځای شول.
د یوه قوماندان په ګډون ۵۰ طالبان له دولت سره یو ځای شول
امنیتي چارواکي وايي، په کاپیسا ولایت کې د یوه مشهور قوماندان په ګډون ۵۰ تنه وسله وال طالبان له افغان دولت سره یو ځای شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه وسله وال نن په تګاب ولسوالۍ کې د شکوټو په سیمه کې د دولت سره یو ځای شوی دی.
د تګاب د سیمه ییزه پولیسو قوماندان اسداغا ساپی وايي، د دغه ۵۰ کسیزه ډلې مشر قوماندان تواب نومېږي او له خپلو سپکو او دردندو وسلو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دی.
نوموړي ویلي، چې د دې كسانو له یوځای کېدو سره به د اله سای او تګاب لویه لاره او د تګاب- اله سای یو شمېر سیمې هم له امنیتې ستونزو خلاصې شي.
په ورته وخت کې د کاپیسا د سولې شورا دفتر مسؤول مولوي مومن ویلي، چې دوی ته خبر ورکړل شوی چې ۳۶ وسله وال نن د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې هم د وسله والو طالبانو یوه شپږ کسیزه ډله د خپلو وسلو سره یو ځای د سولې له پروسې سره یو ځای شوې وه.
جمهورآژانس:کاپیسا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین